Key Points
- د آسټرالیا په شپږو ایالتونو او شمالي سیمه کې آسټرالیایانو 'نه' رایه ورکړې ده.
- یواځې د آسټرالیا په مرکزي (ACT) سیمه کې خلکو ټولپوښتنې ته مثبت رایه ورکړې ده.
- لومړي وزیر انتوني البنیزي له استرالیایانو څخه وغوښتل چې یوځای شي.
تېره ورځ (شنبه) آسټرالیایانو پارلمان ته د بومیانو د غږ په ټولپوښتنه کې 'نه' رایه ورکړه.
د آسټرالیا په شپږو ایالتونو او شمالي سیمه کې اکثریت آسټرالیایانو 'نه' رایه ورکړې ده.
یواځې د آسټرالیا په مرکزي (ACT) سیمه کې خلکو ټولپوښتنې ته مثبت رایه ورکړې ده.
مایوسه شوي لومړي وزیر، انتوني البنیزي ټینګار کړی چې دغه پایلې "موږ نه تعریفوي او دا به موږ ونه ویشي."
هغه وايي: "دا اوس موږ ټولو پورې اړه لري چې یو ځای شو او ورته پخلا شوي منزل ته بله لاره ولټوو."

د آسټرالیا لومړی وزیر، انتوني البنیزي
هغه وايي :"پروپوزل او پروسه باید د آسټرالیا د متحد کولو لپاره ډیزاین شوې وي، نه زموږ د ویشلو لپاره. "

Opposition Leader Peter Dutton and Shadow Minister for Indigenous Australians Senator Jacinta Price address the media following the referendum. Source: AAP / JONO SEARLE/AAPIMAGE
هغه وايي :"پروپوزل او پروسه باید د آسټرالیا د متحد کولو لپاره ډیزاین شوې وي، نه زموږ د ویشلو لپاره. "
LISTEN TO

آسټرالیایانو پارلمان ته د بومیانو د غږ په ټولپوښتنه کې 'نه' رایه ورکړه
07:02
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.