د اسټرالیا حکومت په روان کال کې ۷۰ سلنه دایمي ویزې مهارت لرونکو کسانو ته ورکوي

په روان مالي کال کې د استرالیا حکومت په پام کې لري ترڅو ۱۶۰ زره کسانو ته دایمي ویزې ورکړي.

Visas

Source: SBS NEWS

کډوال د اسټرالیا په پرمختګ او اقتصاد کې مهمه رول لوبوي، له همدې امله ده چې د اسټرالیا حکومت هر کال لسهاوو زره کسانو ته دایمي ویزې ورکوي ترڅو وکولای شي‌ په اسټرالیا کې ژوند او کار وکړي.

د سکاټ موریسن حکومت د نورو کډوالو په پرتله مهارت لرونکو کارګرانو، زده کړیالانو او هغو کسانو ته ډېر اهمیت ورکوي چې غواړي د استرالیا د اصلي ښارونو پر ځای په کوچنیو ښارونو کې ژوند وکړي.

د اسټرالیا د ای بي سي شبکې، راپور ښيي چې په روان مالي کال کې د استرالیا حکومت په پام کې لري ترڅو ۱۶۰ زره کسانو ته دایمي ویزې ورکړي خو له دغې ډلې څخه نږدې ۱۱۰ زره داسې کسانو ته د اسټرالیا دایمي ویزې ورکول کېږي چې مهارت لرونکي کسان دي. د بیلګې په توګه د اسټرالیا حکومت د هغو کسانو لپاره ۳۰ زره ویزې په پام کې نیولي چې د بېلابېلو کمپنیو لخوا اسټرالیا ته د کار لپاره سپانسر کېږي، شاوخوا ۱۸ زره ویزې د داسې کارګرو لپاره په پام کې نیول شوي چې له سپانسر پرته کولای شي د اسټرالیا د کار ویزه ترلاسه کړي، ۲۳ زره ویزې د هغو کارګرو لپاره دي چې د اسټرالیا په کوچنیو ښارونو کې کار کوي، ۵ زره ویزې د ځانګړي مهارت لرونکو کسانو لپاره په پام کې نیول شوي او شاوخوا ۷ زره ویزې داسې کسانو ته ورکول کېږي چې غواړي په استرالیا کې د پانګونې نوښت وکړي.
 migrant worker installing electrical circuits
A migrant worker installing electrical circuits Source: SBS
د کار د ویزو ترڅنګ د اسټرالیا حکومت د کورنیو د غړو د سپانسر لپاره ۴۷ زره دایمي ویزې ځانکړې کړي چې په دغه ډله کې خلک کولای شي خپل د ژوند شریک ، والدین او یا هم د کورنۍ غړي اسټرالیا ته راولي او د اسټرالیا دایمي ویزې ترلاسه کړي.

د کارګرو او کورنیو د غړو ترڅنګ د اسټرالیا حکومت شاوخوا ۳ زره ویزې داسې ماشومانو ته په پام کې نیولي چې له میندو او پلرونو پرته، د ځانګړو شرایطو په درلودلو سره اسټرالیا ته راځي.
Australian visa
Source: SBS
سره لدې چې په پام کې ده ترڅو په روان مالي کال کې شاوخوا ۱۶۰ زره کسانو ته د اسټرالیا د ایمي ویزې ورکړل شي خو د ویزو لپاره نوې ټاکل شوې اندازه د پخوانیو کلونو په پرتله ډېره ټیټه ده. څو میاشتې وړاندې د اسټرالیا حکومت اعلان وکړ چې تر دې وروسته به هر کال د ۱۹۰ زره کسانو پر ځای ۱۶۰ زره کسانو ته د اسټرالیا دایمي ویزې ورکول کېږي.

 

 


شریکول
خپور شوی 3/10/2019 په 11:36pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:22pm
لخوا SBS News, Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS News