اسټراليا کې هره ورځ نږدې ۳۰ زره پيښو ثبت او د خلکو ازادي پر خپل ځای ساتلو سره د اسټراليا ملي کابينه اړ شوه ترڅو پر ځينو پخوانيو تګلارو کې بدلون راوړي.
د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت يوازې په دريو ورځو کې له ۴۰،۰۰۰ ډيرې پيښې ثبت کړي چې لدې سره نه يوازې د کوويډ-۱۹ معاينې پر مرکزونو فشار ډير شوی بلکې روغتونو کې هم ډير شمير کسان درملنې لپاره بستر کيږي.
د اسټراليا ملي کابينې او د ايالتونو مشرانو په ګډه د کوويډ-۱۹ معاينې شرايط او هم پر ياد ويروس د اخته شخص نږدې اړيکې کس او يا کسانو تعريف وکړ.
که يو شخص په کرونا ويروس اخته شي نو د هغې نږدې اړيکې کس هغه وي چې په کور يا بهر کې يې له ياد کس سره له څلورو ساعتونو ډير وخت تير کړی وي. (ځينو حالاتو کې دا تعريف بدليدلی هم شي)
کله چې تاسې د کرونا ويروس ناروغه کس نږدې اړيکې شخص وپيژندل شوی، بايد د PCR يا کرونا ويروس معاينه وکړئ او ۷ ورځو لپاره ځان په کور کې قرنطين کړئ.
د کوويډ-۱۹ ناروغه نږدې شخص تعريف له نن څخه په نيو ساوت ويلز، ويکټوريا، کوينزليند، جنوبي اسټراليا او کنبيرا کې عملي کيږي.
د تازمانيا سيمه ايز حکومت ويلي، د جنوری لومړۍ نيټې څخه به نوی تعريف پر خپلو اوسيدونکو عملي کړي.
لويديځ اسټراليا او شمالي سيمو بيا ويلي چې يادې ملي کابينې پريکړې په اړه راتلونکو ورځو کې خپل دريځ اعلانوي، معنی داچې يوازې همدې دوو ځايونو کې د کوويډ-۱۹ معاينې شرايط او د ناروغه کس نږدې کسانو تعريف ندی بدل شوی.
دا پداسې حال کې ده چې زرګونه کسان د کوويډ-۱۹ PCR معاينې له ساعتونه انتظار وباسي او بيا يې پايلې هم شاوخوا يوې اونۍ کې دوئ ته ورکول کيږي.
د اسټراليا نٍدې ټولو ايالتونو روغتيا چارواکي وايي، که د کرونا ويروس نښې لرئ او يا د ناروغه نږدې اړيکې کسانو څخه ياست بيا د PCR معاينه وکړئ او که دا نه وي بيا له معاينه کولو ډډه وکړئ ځکه پر کوويډ-۱۹ معاينې کلينيکونو فشارونه ډير شوي.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، که تاسې په نوي تعريف کې نه راځئ نو بيا اړتيا نه لرئ چې د کرونا ويروس لپاره معاينه وکړئ او يا ځان قرنطين کړئ.
ښاغلي دا هم وويل، که په کرونا ويروس اخته نه ياس تاو نه هم نږدې اړيکو کسانو کې راځئ، نو بيا بهر لاړ شئ، سمندرغاړو ته لاړ شئ او هر هغه څه وکړئ چې تاسې يې غواړئ.
د ملي کابينې لدې پريکړې سره راتلونکو ورځو کي به د کوويډ-۱۹ معاينې ته لږ کسان مخه کړي او هم به لا ډير لږ شمير کسان کورونو کې ځانونه قرنطين کړي.

Australia's Chief Medical Officer Paul Kelly said Omicron is less severe than Delta Source: AAP