Key Points
- The Bureau of Meterology has declared Australia is experiencing its third consecutive La Niña
- La Niña conditions were blamed for devastating flooding in southeast Queensland and the NSW Northern Rivers this year
د آسټرالیا ډیری برخو کې د سخت باران او مرطوب اوړي موسم په مخکې دی ځکه چې هوا پيژندنې ادارې د دريم ځل لپاره غير معمولي ډيرو ورښتونو يا د لا نینا راتلو اعلان وکړ.
د اسټراليا د هوا پيژندنې ادارې ويلي، په وروستیو میاشتو کې په مرکزي استوایی ارام سمندر کې یخ، باد او استوایی ورېځې ليدلي او همدې سره لانينا يا ډير ورښتونو اوړي موسم راتلونکی دی.
دا د میاشتو راپورونو راټولولو وروسته اټکل کيږي چې لدې هوا جوړښت سره به له معمول څخه ډیر باران، او په شمال او ختیځ ساحل کې د تودوخې يخوالي سبب شي.
د هوا پيژندنې اداره وايي، اټکل له مخه راتلونکي پسرلي او اوړي کې ورښتونه ډيريږي او بيا ۲۰۲۳ کال پيل کې د ورښتونو ډيروالی خپل لوړې کچې ته له رسيدو ووسته بيرته نورمال حالت ته راګرځي.
لا نينا د سږ کال سيلاوونو راوتلو تر ټولو لوی لامل وو ځکه له معمول څخه ډير ورښتونه وشول.
اسټراليا کې درې کاله پرلپسې معمول څخه ډير ورښتونه يا د لا نینا پيښيدل یوه غیر معمولي پیښه ده، او له ۱۹۰۰ راهیسې یوازې درې ځله داسې پیښ شوي.
پروفیسور جولي اربلاسټر وايي، یو بل لا نینا به د احتمالي باراني هوا شرایطو له امله "ډیر د اندیښنې وړ" وي.
هغې وویل، "ډیری سیمې لا تر اوسه د دې کال په پیل کې د سیلابونو له پیښو څخه نورمال حالت ته ندي راغلي."
شوي او مخکې له مخکې په سنتر شویو سیمو کې اضافي باران کولی شي د دې بیا رغونې مخه ونیسي."
د اسټراليا هوا پيژندې اداره وايي، نړۍ کې د هوا بدلون نه يوازې په اسټراليا کې بلکې په ټولې نړۍ هيوادونو خپل اغيز شيندلی.
د نړۍ تودوخه له ۱۹۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ پورې ۱.۴۷ درجې ګرمه شوې.