د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن وايي، اسټراليا د کاناډا هيواد ورته استخباراتي معلومات لري کوم چې ښايي، ايران د اوکراين مسافر وړونکې الوتکې ويشتلو کې لاس لري.
د کاناډا لومړی وزير جسټين ټروډو وايي، د کاناډا استخباراتي شواهد ښايي، چې ايراني مزايل د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه نسکوره کړې ولې دا کار قصدي ندی شوی.
"سکات موريسن وايي" مونږ خپل نور ملګرو هيوادو ورته استخباراتي معلومات لرو."
" د کار د ايران نظاميانو لخوا شوی ولې قصدي نه وه."
د کاناډا لومړی وزير وايي، د ايران له ځمکې هوا ته ويشتونکي مزايل سره ياده الوتکه نسکوره شوې.

Prime Minister Justin Trudeau held a news conference in Ottawa, detailing intelligence suggesting the plane was downed by a missile. Source: The Canadian Press
د اورکراين مسافر وړونکې الوتکه کې ۱۷۶ مسافر سپاره ول چې د افغانستان په ګډون د کاناډا ۶۳ او د اوکراين ۱۱ مسافر يادې الوتکې کې وژل شوي.
ولسمشر ټرمپ هم د يادې الوتکې پر نسکوريدو شک څرګند کړی ولې نور معلومات يې ندي شريک کړي.