آسټرالیا د " ام آر ان اې" واکسین د تولید فابریکه جوړوي

آسترالیا په وېکتوریا ایالت کې د " ام آر ان اې" واکسین د تولید یوه فابریکه جوړوي چې په یوه کال کې به د ۱۰۰ میلیونه ډوز واکسین ظرفیت به ولري.

Moderna vaccine

Source: SBS News

د آسټرالیا حکومت په پام کې لري ترڅو د دغه هېواد په وېکټوریا ایالت کې د  " ام آر ان اې" واکسین د تولید فابریکه جوړه کړي، ترڅو په راتلونکې کې له وبا سره  د مبارزې لپاره دغه هېواد چمتو اووسي.

تمه کېږي چې دغه فابریکه به له ۲۰۲۴ کال څخه په هر کال کې ۱۰۰ میلیونه ډوز واکسین تولید کړي.

د واکسین د تولید نوې فابریکه د آسټرالیا د فدرالي او ایالتي حکومتونو او مډرنا شرکت لخوا په ګډه جوړېږي.
آسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي چې د " ام آر ان اې" واکسینونه ثابت شوي چې د کرونا وېروس د ناروغۍ پرمهال تر ټولو لوی ساینسی کشف دی او دا پدې مانا ده چې یاد واکسینونه د راتلونکې مهمه برخه ده، "نه یواځې پدې هېواد کې بلکې په ټوله نړۍ کې."

"نو مونږ پدې اړه پرېکړه وکړه ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې مونږ د دې د تولید وړتیا لرو ... ترڅو آسټرالیایان خوندي وساتو او د دوی روغتیا خوندي کړو، نه یوازې د کووېډ پر وړاندې، بلکې د ډېرو نورو ساري ناروغیو پروړاندې."
د کامن وېلت حکومت د ساینسي او صنعتی څېړنو د مرکز ډاکټر راب کرنفیل وايي چې "مونږ دلته په آسټرالیا کې ډېرې څېړنې کوو، مګر تولیدونکو ته اړتیا لرو چې تولید او توزیع یې کړي".


شریکول
خپور شوی 14/12/2021 په 4:00pm
لخوا Akash Arora
سرچینه: SBS News