د ۲۰۲۳ کال د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په آسټرالیا او نوي زیلنډ هېوادونو کې ترسره کېږي

تېر ځل د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په فرانسې کې په لاره اچول شوې وې

Australian soccer players Steph Catley, Alanna Kennedy and Lydia Williams react as FIFA announced Australia as the hosts to the 2023 FIFA Women's World Cup.

Matilda's Steph Catley, Alanna Kennedy and Lydia Williams celebrate as FIFA announces Australia as the hosts of the 2023 Women's World Cup. Source: Getty

د ښځو د فوټبال نړیوالې سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یوځل د فیفا د غړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. تېر ځل یادې نړیوالۍ سیالۍ په فرانسې کې ترسره شوې، مګر د ښځو د فوټبال راتلونکې نړیوالې سیالۍ په آسټرالیا او نوي زیلنډ هېواودونو کې ترسره کېږي.

تېره ورځ د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا اعلان وکړ چې اسټرالیا او نوي زیلنډ له ۳۵ رایو څخه ۲۲ رایې ترلاسه کړي او د راتلونکي نړیوال جام کوربه هېواونه به واوسېږي.

ټاکل شوې ترڅو د ښځو د فوټبال نړیوالې سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د جولای او اګسټ په میاشتو کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ په لاره واچول شي. د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۹ کال په نړیوالو سیالیو کې ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې و.
د ۲۰۱۹ کال په ډېسمبر میاشت کې  د آسټرالیا او نوي زیلنډ د فوټبال ادارو چارواکو په ګډه دغه پریکړه کړې و ترڅو د ۲۰۲۳ کال د فوټبال سیالیو د کوربه توب لپاره خپل غوښتلیک وسپاري. له رایې اچونې مخکې د فیفا تخنیکي ټیم،  د اسټرالیا او نوی زیلنډ هېوادونه د کولمبیا هېواد په پرتله د ښځو نړیوال جام سیالیو لپاره غوره هېوادونه بللي و.

د فوټبال نړیوال فدراسیون په خپله ټویټر پاڼه یو پیغام خپور کړی او د اسټرالیا او نوي زیلنډ هېوادونو ته مبارکي‌ ویلې.
د ښځو د فوټبال نړیوالې سیالۍ له ۱۹۹۱م کال راپدېخوا په هرو څلورو کلونو کې یوځل ترسره کېږي. تېر کال د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د فرانسې په ۸ ښارونو کې په لاره اچول شوې وې چې د امریکا د فوټبال لوبډلې بریا په خپل نوم ثبت کړه.


شریکول
خپور شوی 26/06/2020 په 10:41am
اپډیټ شوی 26/06/2020 په 11:15am
سرچینه: SBS News