د لويي انستيتيوت په درجه بندی کي اسټراليا د نړۍ هغو لسو هيوادونو کې ځای موندلی کومو چې د کرونا وبا کنټرول او سمبالښت کې تر نورو هيوادونو ډير بريالي شوي.
له تمې سره سم نيوزيليند هيواد د نړۍ هيوادونو درجه بندی کې لومړی ځای خپل کړی.
د لويي انستيتيوت په درجه بندی کې ويتنام دويم، تايوان دريم، تايلند څلورم او سايپرس پينځم ځای خپل کړ.
لووي انستيتيوت د کرونا وبا کنټرول او پر وړاندې تګلاره برخه کې يې ۹۸ هيوادونه ارزولي.
پدې ارزونه کې هر هيواد د وبا پيل څخه ۳۶ اونيو دوران کې کړنې او د کرونا ويروس ۱۰۰ پيښې وروسته د هغوی تدابير ارزول شوي.
پدې کې د يادو هيوادونو نفوس له مخه د کرونا ويروس معاينه، مثبتې پيښې او مړينه نظر کې نيول شوي او ټاکل شوي لس هيوادونه تر نورو بريالي ول.
چين هيواد لدې ليسټ څخه بهر دی ځکه ياد هيواد د کرونا ويروس معاينې معلومات نه شريکوي.
بله خوا امريکا، برازيل، ايران او مکسيکو د کرونا ويروس وبا پر وړاندې تر ټولو ناکامه هيوادنه نومول شوي ځکه يادو هيوادونو د کرونا وبا پر وړاندې تګلاره ناسمه ښودل شوې.
د کرونا ويروس وبا کنټرول برخه کې اسيايي هيوادونه تر نورو ډير بريالي شوي.
لويي انستيتيوت څخه هاروي ليماهيو وايي، د برياليو هيوادونو لخوا د پولو تړل او د روغتيا ښه سيسټم لرل سره ورته والی لري نو ځکه دوی بريالي دي.