کرونا وبا له پيل وروسته د اسټراليا حکومت بې کاره کسانو او هم کاروبارونو سره د ميلياردو ډالرو مرستو اعلان وکړ او په شرايطو برابر کسانو ته د يادو مرستو ورکول پيل او تر اوسه جاري دي.
د ماليې دفتر معلوماتو له مخه يو شمير کاروبارونو او هم شخصي کاريګرو له حکومتي پيسو څخه ناوړه ګټه پورته کړې.
د اسټراليا ماليې دفتر وايي، داسې ګومان کيږي چې زرګونو کاروبارونو له جاب کيپر پيسو څخه ناوړه ګټه پورته کړې ولې تر اوسه دا کاروبارونه د حکومت لخوا ندي جريمه شوي.
د روان کال مارچ مياشت راهيسې کله چې د مرستو دا لړۍ پيل شوه د ۸۰۰۰ ناوړه ګټې اخيستنې او يا ويلی شو غلاوو خبر ورکړل شوی او دا ناوړه کړنې د ۶۲۵۰ کاروبارونو او هم شخصي کار کوونکو لخوا ترسره شوي.
ترلاسه شوو معلوماتو له مخه شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو په يو وخت کې له حکومت څخه څو ځايه پيسې ترلاسه کړي.
که چيرې کوم کاروبار او يا شخصي کاريګر د حکومت له مرستې پروګرام څخه قصدآ ناوړه ګټه پورته کړې وي نو له ۱۲۶،۰۰۰ ډالر جريمې او يا ۱۰ کاله زندان سره مخ کيږي.
د ماليې دفتر معلومات له مخه شاوخوا ۱۵۰۰۰ کاروبارونو د حکومت جاب کيپرز پيسو لپاره غوښتنليک ورکړی وه ولې هغوی په شرايطو برابر نه ول او بيا په ورته وخت کې د ماليې دفتر زرګونو کاروبارونو ته ويلي چې حکومت څخه اخيستل شوې پيسې بيرته ورکړي او پر هغوی کومه جريمه نده لګول شوې.
فدرال خزانه دار جاش فريدينبرګ وايي، د جاب کيپرز قوانينو څخه سرغړونې مسله د ماليې دفتر څاري.
"مونږ دا ويلی شو چې ډير کاروبارونه او د هغوی کارکوونکي سم کار کوي او بله خوا د ماليې دفتر لخوا بيلابيلې جريمې په نظر کې نيول شوي او دا د ماليې شته قوانينو له مخه پر خلکو لګول کيږي."
د ليبر ګوند وايي، د اسټراليا خزانه دار بايد پدې توپير پوه شي چې څوک قصدآ له حکومت څخه په غلطه پيسې ترلاسه کوي او څوک يې په تيروتنه ترلاسه کوي، او لدې مخې بايد خلک جريمه شي.
د ماليې دفتر پر ځينو کاروبارونو داسې تور هم لګولی چې هغوی خپلو کاريګرو ته په يوه مياشت کې ۳۰۰۰ ډالر ندي ورکړي او يا جاب کيپرز پيسو ترلاسه کولو لپاره په شرايطو برابر نه وه او يا هم کاريګر يې يادو پيسو ترلاسه کولو په شرايطو برابر نه ول او داسې نور.
د ماليې دفتر ويانده وايي، که چيرې چاته ډيرې پيسې ورکړل شوي وي او دا کار يوه تيروتنه وي نو کيدای شي مونږ له يادو کسانو څخه دا پيسې بيرته وانخلو ولې که چا دا کار قصدآ کړی وي له هغوی پيسې اخيستل کيږي او جريمه هم پرې لګول کيږي.