نن څخه له هند څخه پر راتلونکو مسافر زنداني کيدو او نقدي جريمې قانون پلي کيږي.
بله خوا د اسټراليا د حکومت د واکسين کولو ملي پلان چې په څو پړاونو کې ترسره کيږي اوس د ياد ملي پلان پلي کولو Phase 2a پړاو عملي کيږي.
له نن څخه د واکسين کولو ملي پلان دويم پړاو له مخه ټول هغه کسان چې عمرونه يې له ۵۰ ډير دي کولی شي اسټراليا کې د اسټرازينيکا واکسين ترلاسه کړي.
له نن څخه د دويم پړاو واکسين په ځينو ځانګړو کلينيکونو کيږي ولې د روانې مياشتې ۱۷ نيټې وروسته به اسټراليا کې GP يا ستاسو کورنۍ ډاکټر هم وشي کولی ترڅو تاسو ته واکسين وکړي.
دويم پړاو واکسين کولو لپاره ۱۵.۸ ميليونه ډوزه واکسين شتون لري او لدې سره تيرو پړاونو څخه پاتې کسان هم واکسين کيږي.
د اسټراليا مشر ډاکټر پاول کيلي وايي، طبي پوهان به د واکسين چارې له نږدې څاري او هر جدي جانبي عوارض په له نږدې څارل کيږي.
ښاغلي ای بي سي راډيو سره خبرو پر مهال وويل، "زما ښکاره پيغام دادی چې د واکسين ګټه يې له تاوان څخه ډيره ده، خلک بايد دا وګوري چې هند کې څه روان دي."
د واکسين پلي کولو موخه د اسټراليايانو خوندي ساتل دي.
ښاغلی کيلي وايي، اسټراليا کې هم د کرونا ويروس يو ځل بيا ټولنې غړو ترمينځ خپريدی شي نو همدې لپاره واکسين کولو څخه مه په شا کيږئ.
اسټراليا کې خلکو لپاره د کوويډ-۱۹ واکسين ترلاسه کول د خوښې او رضايت له مخه کيږي ولې پوهان وايي، اسټراليايان بايد د روان کال پای پورې واکسين ترلاسه کولو لپاره انتظار ونه باسي.
د ليبر ګوند بيا پر حکومت د واکسين ملي پلان پلي کولو کې پاتې راتلو تور پورې کوي، ځکه اسټراليا يوازې د اسټرا زينيکا او فايزر واکسين جوړولو کمپنيو سره تړون لاسليک کړی.
بله خوا تمه کيږي چې نوواواکس واکسين د روان کال پای پورې هم په اسټراليايانو کارونې اجازه ترلاسه کړي.