سټراليا کې د کويډ-۱۹ بنديزونو کې له نن ورځ نرمښت راځي، تاسې خپل ايالتونو کې څه کولی شئ؟

له نن څخه د اسټراليا ځينو ايالتونو او سيمو کې د کويډ-۱۹ له امله لګول شوو بنديزونو کې نرمښت راوستل شو.

The hospitality industry is one sector to benefit from the easing restrictions.

The hospitality industry is one sector to benefit from the easing restrictions. Source: AAP

نن د اسټراليا ځيني سيمې او ايالتونه کرونا ويروس خپريدو مخنيوي لپاره لګول شوو بنديزونو کې نرمښت راولي ترڅو ورځنی ژوند بيرته نومال لور ته يوسي او د اسټراليا اقتصاد حرکت کې راولي.

د اسټراليا فدرال حکومت د خلکو ژوند دريو پړاونو کې نورمال حالت ته راوستل غواړي.

اسټراليا کې له دوو مياشتو ډيره موده کيږي چې ځيني بنديزونه پر خپل ځای دي، فدرال حکومت د خلکو ژوند نومال کول دريو پړاونو کې ترسره کوي ولې بيا ايالتونو او سيمو ته واک ورکړل شوی ترڅو خپل ايالت کې د کرونا پيښو ته په کتو دا پړاونه پلي کړي.

د اسټراليا ملي کابينې د جمعې په ورځ ناسته وکړه او لومړي وزير سکاټ موريسن وويل: اسټراليا دا مهال ښه حالت کې دی او ايالتونه او سيمې کولی شي هرڅه تر جولای مياشت پورې بيرته نورمال حالت ته راوګرځوي.

اسټراليا کې د کرونا ويروس بشپړ له مينځه وړلو لپاره تر اوسه نيټه نده ټاکل شوی ولې حکومت مخکې لدې چې دريم پړاو د بنديزونو لرې کول عملي کړي لومړی او دويم پړاونو کې حالت څاري چې آيا نورمال دی او يا نوې پيښې ډيرې دي.

دريم پراو کې په يو ځای کې ۱۰۰ کسان راټوليدل او د ټولو اسټراليايانو بيرته کار ته ستنيدل عملي کيږي.

له نن وروسته تاسې خپلو سيمو کې دا کارونه کولی شئ.

نيو ساوت ويلز

له نن څخه ياد ايالت کې خلک کولی شي لرې پرتو سيمو ته سفر وکړي، او د سيدني ښار اوسيدونکي به په سرکونو کې د ډيرو موټرو ليدو شاهده وي.

پبز (الکهولو څکلو ځايونه) او رستورانتونه کولی شي تر ۵۰ کسانو پوري يو وخت کې ميلمه پالنه وکړي.

۲۰ کسال کولی شي ودونو کې ګډون وکړي.

ميوزيم، ګالاري، کتابتون، او سينګار مرکزونه له نن څخه پرانيستل کيږي.

ياد ايالت کې له نن څخه جوماتونه او نور عبادت ځايونه پرانيستل کيږي او ۵۰ کسان کولی شي يو وخت کې يادو ځايونو کې حضور ولري.
NSW Premier Gladys Berejiklian is urging the prime minister to put GST reform on the table.
NSW Premier Gladys Berejiklian Source: AAP
ويکټوريا

کافي شاپ، رستورانتونه او نور ځايونه پرانيستل کيږي او يو وخت کې ۲۰ کسان کولی شي يادو ځايونو کې راټول شي.

هر ځای کې چې خلک راټوليږي بايد له يو بل څخه ۱.۵ متر فاصله ولري.

ويکټوريا ايالت کې، کتابتون، ګالاري، ميوزيم، پارکونه، عبادت ځايونه، سينګارتون، د مساج ځايونه دا ټول له نن څخه کولی شي پرانيستل شي او فعاليت وکړي ولې يو وخت کې يوازې ۲۰ کسان کولی شي يادو ځايو کې راټول شي.

ويکټوريا کې خلک کولی شي د سيل لپاره نورو سيمو ته لاړ شي او شپې پاتې شي او يا کمپينګ وکړي.
AAP
Cafes in Melbourne are set to get busier. Source: AAP
سره لدې چې ويکټوريا ايالت کې په ځينو بنديزونو کې نرمښت راوستل شو ولې له خلکو غوښتل شوي ترڅو له خپل کور څخه دې کار وکړي.

کوينزلينډ

کوينزلينډ کې له نن څخه ورته بنديزونو کې نرمښت راوستل شو ولې له نورو ايالتونو سره يې توپير دادی چې ياد ايالت خپل پولې تړلي او د نورو ايالتونو خلکو ته پرته له کوم منل شوي دليل اجازه نه ورکول کيږي ترڅو ياد ايالت ته داخل شي.

له نن غرمې څخه پبز ( الکهولو څکلو ځايونه) کلبونه، رستورانتونه، او کافي شاپ پرانيستل کيږي او يو وخت کې ۲۰ کسان کولی شي يادو ځايونو کې سره راټول شي.

په کورونو کې او يا ګيم (ورزشي ځايونه) کې ۲۰ کسان راټوليدلی شي.

سپورتي لوبو ليدو لپاره هم ۲۰ کسان راټوليدلی شي.

لويديځ اسټراليا

لويديځ اسټراليا ايالت کې د کرونا ويروس لږې پيښې ثبت شوي او ياد ايالت غواړي د جون مياشت ۶ نيټې څخه ډيرو بنديزونو کې نرمښت راولي.

دا مهال ياد ايالت کې دويم پړاو د بنديزونو عملي کيږي ولې د نورو ايالتونو پر پرتله لويديځ ايالت به راتلونکو څو ورځو کې دريم او وروستی پړاو د بنديزونو نرمښت عملي کړي.

له جون مياشت ۶ نيټې څخه به بهر ځايونو کې ۱۰۰ کسان راټوليدلی شي، ځينو حالاتو کې تر ۳۰۰ کسان هم په يو وخت کې راټوليدلی شي.

سينګار مرکزونه، سونا، مساج ځايونه او داسې نور به هم خپل فعاليت نورماله ترسره کوي.

لويديځ اسټراليا اوسيدونکي کولی شي د ياد ايالت هرې سيمې ته سفر وکړي.

 

جنوبي اسټراليا

له نن څخه جنوبي اسټراليا کې په يو وخت کې ۸۰ کسان راټوليدلی شي.

رستورانتونه، کافي شاپ، پب، سينما، تياتر، ميوزيم، ګالاري، جيم (ورزشي ځايونه) او نور پرانيستل کيږي.

سينګار ځايونه، مساج، او نور به پرانيستل کيږي ولې يو وخت کې بايد ۱۰ کسان راټول وي.

جنوبي اسټراليا کې په جنازو کې ۵۰ کسان ګډون کولی شي.

ټازمانيا

ټازمانيا ايالت کې د بنديزونو نرمښت دويم پړاو د جون مياشت ۱۵ نيټې څخه پلي کيږي.

يادې نيټې څخه ۲۰ کسان کولی شي يو وخت کې په ورزشي ځايونو، رستورانتونو، کافي شاپ، سينما، ميوزيم، ګالاري، تياتر، مذهبي ځايونو او سينګار مرکزونو کې راټوليدلی شي.

۵۰ کسان جنازو مراسمو کې ګډون کولی شي.

ياد ايالت هم خپل پولې د نورو ايالتونو پر مخ تړلي او داسې نه بريښي چې ياد ايالت به خپل پولې نږدې راتلونکې کې بيرته پرانيزې.

 

لا ډېر معلومات دلته پیدا کولی شئ: 


په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: 


شریکول
خپور شوی 1/06/2020 په 12:55pm
لخوا Peter Theodosiou
سرچینه: SBS News