د آسټرالیا حکومت ۷۵۰ تنه نور آسټرالیایان او د دغه هېواد ویزه لرونکي کسان ژغورلي دي

د آسټرالیا حکومت له تېرو څو ورځو راهیسې عملیات شروع کړي ترڅو د دغه هېواد اوسېدونکي او ویزه لرونکي کسان له کابل څخه متحده عربي اماراتو له هغه ځای څخه آسټرالیا ته انتقال کړي.

A Royal Australian Air Force C-17A Globemaster III aircraft on a evacuation mission to Kabul.

A Royal Australian Air Force C-17A Globemaster III aircraft on a evacuation mission to Kabul. Source: Department of Defence

د آسټرالیا حکومت سلګونه نور آسټرالیایان او د دغه هېواد ویزه لرونکي کسان له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته انتقال کړي او له هغه ځای څخه بیا آسټرالیا ته راوستل کېږي.

د ۷۵۰ نورو کسانو له ژغورلو سره د ټولو هغو کسانو شمېر ۲۴۰۰ کسانو ته رسېدلی چې له کابل څخه متحده عربی امارتو ته انتقال شوی. تر دې دمه یو زیات شمېر کسان آسټرالیا ته هم را رسېدلي‌ دي.
د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیره، کرین انډریوز وايي چې په افغانستان کې د بند پاتې آسټرالیایانو او ویزه لرونکو کسانو د ژغورلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.

هغه وايي "موږ هر هغه څه کوو چې موږ یې کولی شو، څومره ژر چې امکان ولري، ډیری خلک وباسو او موږ به تر هغه وخته هلته پاتې شو څومره چې موږ کولی شو ."

د طالبانو له واک ته رسېدلو وروسته، په لسهاوو زره افغانان له افغانستان څخه بهر تللی او یو زیات شمېر نور هڅه کوي ترڅو له افغانستان څخه بهر ولاړ شي.
په تېرو ۲۰ کلونو کې په سلهاوو افغانانو له آسټرالیایانو سره د ترجمان، امنیتي‌ امنیتي‌او په نورو برخو کې کارونه کړي چې تر دې دمه له ۲۰۰۰ زیات کسان د افغان لي پروګرام له لارې آسټرالیا ته راوستل شوي

اوسمهال په افغانستان کې پاتې افغان ژباړونکي د خپل ژوند او راتلونکې په اړه اندیښمن دي او د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه لري ترڅو ژر تر ژره دوي ته ویزې ورکړي‌ او آسټرالیا ته یې انتقال کړي.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په د آسټرالیا حکومت اعلان وکړي چې شاوخوا ۳۰۰۰ زیانمو افغانانو ته هم ویزې ورکړي. 

د آسټرالیا د کډوالو چارو وزیر الیکس هاوک وايي چې دغه ویزې "د استرالیایانو د کورنۍ غړو ، اقلیتونو لکه ښځو او نجونو، ماشومانو، هزاره ګانو او نورو زیان منونکو" ډلو ته ځانګړې شوي.

 


شریکول
خپور شوی 25/08/2021 په 5:00pm
لخوا Tom Stayner