Breaking

سيدني ښار يوه سيمه کې ۷۰ کسان په کرونا ويروس اخته کيدو وروسته ټول ښار ته خبرداری ورکړل شو

د اسټراليا سيدني ښار شمال خوا ته سمندر غاړي ښار ګوټي له هغه وروسته وتړل شول په کوم چې کې د کرونا ويروس خطرناکه پيښې وموندل شوې.

Premier Gladys Berejiklian.

Premier Gladys Berejiklian has provided a coronavirus update. Source: AAP

د سيدني ښار شمال Avalon سيمه کې درې ورځې وړاندې د کرونا ويروس نوې پيښې وموندل شوې، دا پيښې لږې مودې کې ۷۰ ته لوړې شوې او ټول سيدني ښار باندې نوي محدويدتونه ولګيدل.

تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۳۰ نوې پيښې ثبت شوې او په نوو پيښو کې ۲۸ يې يادې سيمې کې يو بل ته ليږدول شوي ويروس څخه موندل شوې او د ۲ نوو پيښو منبع معلومه نده.

د اسټراليا نږدې ټولو ايالتونو د نيو ساوت ويلز ايالت اوسيدونکو پر وړاندې خپل پولې وتړلې.

بله خوا نيو ساوت ويلز کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸،۰۰۰ کسانو د کرونا ويروس معاينه کړې.

د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې ګلاديس بريجيکليان نن خبريالانو ته وويل،" ښه خبر دادی چې تر اوسه دا ويروس نورو سيمو ته ډيره کې ندی خپور شوی، او مونږ هڅه کوو چې نوې پيښې د سيدني ښار شمال ته محدوده وساتو."
سيدني ښار اوسيدونکو پر وړاندې نوي محدوديتونه ولګيدل، په يادو محدوديتونو کې به داخلي محفلونو او عبادت ځايونو کې کسان بايد له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله ولري او بله خوا په يو وخت کې ۱۰ ميلمانه کولی شي په يو کور کې موجود وي.

سر پټو محفل ځايونو کې به ۳۰۰ کسان يوځای کيدلی شي.

دا نوي محدوديتونه تر راتلونکې اونۍ چهارشنبې شپې پورې پر خپل ځای وي.

نور معلومات لږ وروسته شريک کيږي.


شریکول
خپور شوی 20/12/2020 په 12:12pm
اپډیټ شوی 20/12/2020 په 12:47pm
لخوا Caroline Riches
سرچینه: AAP, SBS