ملبورن ښار اوسيدونکي د نړۍ تر ټولو ډيرې مودې لپاره بندتوب يا محدوديتونو سره ژوند تيرولو وروسته به د سه شنبې شپې څخه لږ ارامتيا حس کړي او محدوديتونو کې د پام وړ کمي راوستلو اعلان وشو.
ملبورن ښار د يکشنبې په ورځ د کرونا ويروس هيڅ يوه مثبت پيښه ثبت نه کړه او همدا وه چې د ياد ايالت مشر د بنديزونو لرې کولو پريکړه وکړه.
تاسې له خپل کور څخه پرتله له کوم دليل وتلی شئ
له چهار شنبې وروسته تاسې خپل له کورونو څخه پرته له کوم شرط بهر وتلی شئ.
لدې وړاندې تاسې بايد يوازې څلورو دلايلو له مخه خپل کور پريښودلی شو او يا مو بل ځای ته سفر کولی شو.
ولې داچې خپل کور څخه بهر څومره فاصله سفر کولی شئ، ياده فاصله معلومه ده او يوې مودې لپاره به تاسې يوازې ټاکل شوې فاصلې له مخه خپل له کوره بهر سفر کولی شئ.
د نومبر مياشت ۸ نيټې پورې تاسې خپل له کور څخه يوازې ۲۵ کيلو متره لرې سفر کولی شئ. دا دې لپاره چې د ملبورن اوسيدونکي ځينو سياحت ځايونو ته په ډير شمير کې سفر ونه کړي.
د نومبر مياشت ۹ نيټې څخه مخکې د ملبورن ښار اوسيدونکي نشي کولی چې لرې پرتو سيمو ته سفر وکړي.
له نومبر ۹ نيټې وروسته بيا د ملبورن اوسيدونکي ټول ويکټوريا ايالت کې سفر کولی شي.
کافي شاپ او پب يا الکولو څښلو ځايونه پرانيستل کيږي
ملبورن ښار کې بارونه، پبز، رستورانتونه او کافي شاپ چې پخوا يې يوازې ټيک اوې يا له يادو ځايونو څخه بهر خواړه خوړل له چهار شنبې ورسته به خلک کولی شي همدې ځايونو کې دننه خواړه وخوري او يا الکول يا کافي وڅښي. پر داسې ځايونو په يو وخت کې ټاکل شوې اندازه باندې خلکو ته اجازه ورکولو محدوديت شته دی. يعنې سر خلاصو ځايونو کې ۲۰ او سر پټو ځايونو کې بيا ۱۰ کسان اجازه لري.
که چيرې کوم ودانۍ بهر ځای کې محفل نيول کيږي نو په هغې کې ۵۰ کسان ګډون کولی شي.
هره ودانۍ يا له يادو شوو ځايونو څخه د مشتريانو ميلمه پالنه کوي هغوی بايد د کويډ-۱۹ خونديتوب پلان ولري.
دکانونه
له چهار شنبې څخه به ملبورن ښار دکانونه پرانيستل کيږي او يادو دکانو کې د سينګار او ټاټو ځايونه هم شامله دي.

Retail outlets in Melbourne will be allowed to reopen from 9 November. Source: AAP
د کورنيو غړي يا خپلوان څومره شمير کې بهر راټوليدلی شي
له کور څخه بهر ۱۰ کسان سره يوځای راټوليدلی شي ولې پخوا بيا يوازې د دوو کورنيو خلک ول اوس هر څوک کولی شي د ۱۰ کسانو په شمير بهر سره راټول شي.
د ملبورن اوسيدونکي کولی شي چې ۲ بالغه کسان سره د ماشومانو يې د يو بل کور ته تګ راتګ وکړي. کورنۍ نشي کولی ۲۵ کيلو مترو څخه لرې ځايونو ته سفر وکړي.
مذهبي او نورو مراسمو کې راټوليدل
۱۰ کسان او يو مذهبي مشر يعنې ۱۱ کسان په يو وخت کې مذهبي مراسمو کې چې پټ ځايونو کې وي سري راټوليدلی شي او بيا خلاصو ځايونو کې ۲۰ کسان سره د مذهبي مشر راټوليدلی شي.
ودونو کې ۱۰ او بيا جنازو کې ۲۰ کسان ګډون کولی شي.
خلاصو ځايونو کې سپورتي لوبې
له ۱۸ کلونو لږ عمر لرونکي کسان بهر خلاصو ځايونو کې سپورتي لوبې کولی شي
نومبر ۹ نيټې وروسته څه بدليږي
د نومبر مياشت ۸ نيټې شپې وروسته د ملبورن اوسيدونکي کولی شي د ويکټوريا ايالت لرې پرتو سيمو ته سفر وکړي.
نور مهم بنديزونو لرې کيدو کې لاندې شيان شامله دي
- ورزشي کلبونه پرانيستل کيږي او په يو وخت کې کولی شي ۲۰ کسان ورزش وکړي.
- رستورانتونه، پبز، او کافي شاپز کولی شي سر پټو ځايونو کې په يو وخت کې ۴۰ کسانو ميلمه پالنه وکړي او بيا خلاصو ځايونو کې۷۰ کسانو ميلمه پالنه کولی شي.
- مذهبي سر پټو ځايونو کې ۲۰ کسان او يو مذهبي مشر او سر خلاصو ځايونو کې بيا ۵۰ کسان او يو مذهبي مشر سره راټوليدلی شي.
- ۲۰ کسان کولی شي په هغو جنازو مراسمو کې ګډون وکړي کوم چې سر پټو ځايونو کې پر مخ اچول کيږي او بيا خلاصو ځايونو کې تر ۵۰ کسانو يادو مراسمو کې ګډون کولی شي.
- لي ۱۸ کلونو لږ عمر لرونکي به وشي کولی پټو ځايونو کې داسې سپورتي لوبې ترسره کړي په کوم کې چې ډير پر يو بل لاس وهل شتون ونه لري او هم له يو بل سره ۱.۵ متره فاصله غوره کړي.
- ټولو برخو کار کوونکو څخه غوښتل شوي ترڅو د امکان په صورت کې دوی خپلو کورونو څخه کار وکړي.
- ملبورن ښار کې د محدوديتونو لرې کيدو وروسته بيا هم خلک اړ دي ترڅو له کور څخه وتلو سره دې د مخ ماسکونه وکاروي.