د آسټرالیا له لویدیځ ايالت پرته نور ټول ايالتونه تر راتلونکي کريسمس پورې خپلې پولې پرانيزي

نن د اسټراليا کابيني او ايالتونو مشرانو ناسته کې د پولو پرانيستلو پريکړه وشوه.

Prime Minister Scott Morrison.

Prime Minister Scott Morrison. Source: AAP

د اسټراليا ختيځ يا ويسټرن اسټراليا پرته نور ټول ايالتونه به راتلونکي کريسمس پورې خپل پولې پرانيزي.

پدې وروستيو کې د ځينو ايالتونو لخوا د پولو تړل او بيا هر ايالت د پولو تړلو لپاره جلا دليل وړاندې کولو سره فدرال حکومت لپاره ډيرې ستونزې پيدا شوې، همدا وجه وه چې نن د کابيني وزيرانو او د ايالتونو مشرانو ناسته وکړه او د پولو بنديدو پر چوکاټ او هم راتلونکي کريسمس پورې د ايالتونو ترمينځ د پولو پرانيستلو پريکړه وشوه.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن نن خبريالانو ته وويل، ختيځ اسټراليا ايالت پرته نور ټول ايالتونه پدې هوکړه وکړه چې راتلونکي کې د کرونا ويروس مرکزي سيمې معلومولو يو ښکاره چوکاټ له مخه بايد د خلکو تګ راتګ محدود کړای شي نه داچې هر ايالت د خپل پولې له سختو شرايطو سره وتړي.

ښاغلي موريسن وويل، دا مهمه وه ترڅو يو پلان او خونديتوب چوکاټ رامينځه کړو چې هر ايالت د هغې له مخه د خلکو تګ راتګ يا محدود او يا هم آزاد کړي.

ختيځ يا ويرسټرن اسټراليا ايالت بيا د فدرال حکومت لخوا جوړ شوي چوکاټ څخه ملاتړ ونښود د ياد ايالت مشر مارک مکګوان وويل، ختيځ اسټراليا د پولو بندولو او پرانيستلو برخه کې بريالی پاليسي لري او نه غواړي ترڅو د فدرال حکومت لخوا وړانديز شوې پاليسي مخې ته يوسي.
ښاغلي مارک وويل، ختيځ اسټراليا ايالت له اقتصادي بحران سره مخ ندی او که چيرې خپل پولې پرانيزي ناورين رامينځته کيدای وي او هم د ياد ايالت اقتصاد به له ستر تاوان سره مخ شي.

د اسټراليا حکومت دا هم په پام کې لري ترڅو د نوي چوکاټ له مخه د نيوزيليند اوسيدونکو پر وړاندې خپل پولې پرانيزي.

ښاغلي سکاټ موريسن وويل، د نيوزيليند اوسيدونکي به اسټراليا ته سفر کولی شي ولې دا پدې معنی نده چې اسټراليايان به هم نيوزيليند ته سفر کوي، دا د نيوزيليند لومړۍ وزيرې پورې اړه لري چې کله ياد هيواد کې اسټراليايانو ته داخليدو اجازه ورکوي.

دا مهال هره اونۍ له بهر څخه ۴۰۰۰ اسټراليايانو ته اجازه ورکول کيٍږي ترڅو اسټراليا ته سفر وکړي.

نن د کابينې ناسته کې له بهر څخه د اسټراليايانو راتګ شمير لوړولو پريکړه هم وشوه ولې تر اوسه نده معلومه چې په يوه اونۍ کې څومره اسټراليايانو ته اسټراليا ته راتګ اجازه ورکول کيږي.

دا مهال ۲۷،۰۰۰ اسټراليايان بهر کې بند پاتي او اسټراليا ته راتګ غواړي.

 


شریکول
خپور شوی 5/09/2020 په 12:15am
اپډیټ شوی 5/09/2020 په 11:00am
لخوا Jodie Stephens
سرچینه: SBS News