د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ له صوفي الوچ سره واده وکړ

د دغو دواړو د واده په مراسمو کې د‌ آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي او یو شمېر نورو لورپوړو چارواکو ګډون کړی و.

Two women posing for a photo.

Foreign Minister Penny Wong (right) and Sophie Allouache have married after nearly two decades together. Source: Instagram / @senatorpennywong

د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ له صوفي الوچ سره له نږدې ۲۰ کاله ګډو ژوند وروسته واده وکړ.

د دغو دواړه د واده مراسم په اډېلېد ښار کې ترسره شوي چې د واده په مراسمو کې یې د لومړي وزیر انتوني البنیزي په ګډون یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم برخه اخیستې و.

دغه دواړه دوه لورګانې هم لري: الګزاندرا ۱۱کلنه او حنا ۸ کلنه.
A mother smiling while holding her daughter while the daughter's other mother smiles and holds her hand.
Penny Wong (right) with partner Sophie Allouache and their daughter Alexandra in Adelaide, 2011. Source: AAP, Supplied / Penny Wong
د پارلمان وکیله، میشل رولانډ د هغو کسانو له ډلې څخه ده چې پیني وانګ ته یې د واده مبارکي ورکړې.

هغې ویلي: "تاسو دواړه ښکلې ښکارئ."

اغلې وانګ چې په ۲۰۰۲م کال کې پارلمان ته لاره پیدا کړې، په دې وروستیو کې یې د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د کابینې د ښځینه وزیرې په توګه تاریخ جوړ کړ.
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 18/03/2024 په 3:57pm
سرچینه: AAP