درې کلنه ماشومه، ۱۵ میاشتې ورسته له خپلې مور سره یو ځای شوه

شاوخوا ۱۵ میاشتې وروسته، اشلي رومانا یو ځل بیا له خپلې مور سره په آسټرالیا کې یوځای شوه. نوموړې د هغو ۱۷۰ ماشومانو له ډلې څخه وه چې په هند کې بند پاتې دي.

After 15 months, Harpinder has been reunited with her three-year-old daughter in Sydney. It's all thanks to one stranger's kindness.

After 15 months, Harpinder has been reunited with her three-year-old daughter in Sydney. It's all thanks to one stranger's kindness. Source: Supplied

درې کلنې، اشلی رومانا په تېرو شاوخوا ۱۵ میاشتو کې له خپلې نیا سره په هند کې ژوند کاوه، مګر مور یې په آسترالیا کې وه.

د اشلي رومانا مور 'هرپیندر رومانا' غوښتل ترڅو د هغې لور آسټرالیا ته راشي، مګر د عمر د کموالي له امله د هغې لور نشو کولای ترڅو آسترالیا ته یواځې سفر وکړي. همدا راز هغې په خپله د محدودیتونو له امله هند ته د سفر اجازه نه درلوده.

کله چې د پرت ښار اوسېدونکي، یدویندر سنګ غوښتل له هند څخه آسټرالیا ته سفر وکړي نو د 'اشلي رومانا' مور ورته زنګ وهلی او ورڅخه یې غوښتنه کړې ترڅو د هغې لور هم له ځان سره آسټرالیا ته راولي.
Yadwinder had been in India since October 2020, having travelled to see his unwell mother.
Yadwinder had been in India since October 2020, having travelled to see his unwell mother. Source: SBS News
کله چې ښاغلي سنګ له هند څخه آسټرالیا ته د راتګ لپاره تیاری نیولو نو د 'اشلي رومانا' مور ورسره د فیسبوک له لارې اړیکه نیولې او ورڅخه یې غوښتنه کړې ترڅو د هغې لور هم له ځان سره آسټرالیا ته راولي.

ښاغلي سنګ د اس بی اس خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي: "هغې یوازې له ما څخه وپوښتل چې آیا زه یوازې سفر کوم او آیا زه کولی شم د هغې لور له ځان سره راولم."

ښاغلی سنګ وايي چې د هغې په غږ کې یې درد احساس کړ، له همدې امله یې پرېکړه کړې ترڅو ماشومه له ځان سره آسټرالیا ته راولي.
ښاغلی سنګ په خپله هم ماشومان لري، له همدې امله پدې ښه پوهېږي چې له ماشومانو سره باید سفر څرنګه ترسره شي.

”ما داسې فکر کاوه لکه له خپلې لور سره چې سفر کوم. مونږ د دوحې په هوايي ډکر کې ۱۴ ساعته دمه درلوده او هغه له ماسره ډېره آرامه وه.”

نوموړی زیاتوي ”زه ډېر خوښ یم چې د کورنۍ غړي سره یوځای شوه. زه پوهېږم چې له ماشومانو څخه د لرې پاتې کېدو درد څرنګه وي. ”
Yadwinder Singh with Ashlyn Romana at Doha International Airport.
Yadwinder Singh with Ashlyn Romana at Doha International Airport. Source: Supplied
د اشلي رومانا، ۳۵ کلنه مور له ښاغلي سنګ څخه مننه کوي چې د هغې لور یې له هند څخه آسټرالیا ته راوستلې ده.

آغلې هرپندر رومانا وايي چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې یې هڅه کړې ترڅو له حکومت څخه اجازه واخلي او هند ته سفر وکړي، مګر حکومت د هغې نوي پیدا شوي ماشوم ته د سفر اجازه نده ورکړې له همدې امله هغه مجبوره شوې ترڅو سفر ونکړي.

هغه وايي‌ له یو شمېر داسې کورنیو سره په هند کې په اړیکه کې ده چې فکر کوي، حکومت په دغه برخه کې خپل رول ښه نه لوبوي.
اوسمهال په هند کې شاوخوا ۱۱ زره او ۲۰۰ آسټرالیایان بند پاتې دي چې غواړي بیرته آسټرالیا ته راشي. له دغې ډلې څخه شاوخوا ۱۰۰۰ کسان زیانمن دي او تر نورو مخکې باید آسټرالیا ته سفر وکړي.


شریکول
خپور شوی 24/05/2021 په 10:53am
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:04pm
لخوا Gavin Fernando, Felicity Ogilvie
وړاندې کوونکی Mujeeb Muneeb