اسټراليا د کوويډ-۱۹ له امله تر ټولو ځوان کس مړينه ثبت کړه.
يو ۱۰ کلن ماشوم چې روغتيايي ستونزې يې لرلې د کوويډ-۱۹ له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ياد ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۱۶۶ نوې پيښې ثبت کړې.
د ياد ايالت روغتيا چارواکو د ۵ کسانو مړينې خبر ورکولو سره وويل، يو ماشوم چې عمر يې ۱۰ کاله څخه ټيټ وه کوويډ-۱۹ له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
لدې وړاندې يو بل ۱۵ کلن ماشوم په سيدني ښار کې همدې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وه.
Health authorities say virus testers managed to process 64,050 results in the 24 hours to Saturday.
ياد ايالت کې د بشپړ واکسين شوو کسانو شمير ۹۰ سلنې ته نږدې کيدو سره حکومت د نږدې ټولو محدوديتونو لرې کولو اعلان وکړ.
د ويکټوريا ايالتي حکومت پارلمان ته يو قانون تصويب لپاره وړاندې کوي ترڅو د ياد ايالت مشر او هم روغتيا وزير ته واک ورکړي چې روغتيا خپل صلاحيت سره د کرونا ويروس وبا اعلان او محدوديتونه ولګوي.
بله خوا د ياد قانون خلاف په ملبورن کې خلکو په مظاهرو لاس پورې کړی.
بله خوا نيو ساوت ويلز ايالت د کرونا ويروس ۱۸۲ نوې پيښې ريکارډ کړې او هيڅ مړينه يې نده ثبت کړې.
نيو ساوت ويلز کې ۹۴.۱ سلنه په شرايطو برابرو کسانو يو ډوز واکسين ترلاسه کړی او بيا ۹۱.۷ سلنه بشپړ واکسين شوي.