دا جوړه د موبايل پیچلي پیغام له لارې درغلۍ ښکار شول او ۹۸ زره ډالر يې له لاسه ورکړل

جعل کاران يا سکیمران په زیاتیدونکي ډول پیچلي تخنیکونه کاروي ترڅو قربانیان تير باسي. د اسټراليا ملبورن ښار کې يوې جوړې د یوې غلطۍ له وجې ۹۸،۰۰۰ ډالر له لاسه ورکړل.

An image of a couple with some text messages they received

Sarah and James lost $98,000 in a text message scam. Source: SBS

KEY POINTS
  • A Melbourne couple lost $98,000 in a text message scam.
  • The message appeared in the same thread as other messages from their bank.
  • People are warned never to click on links in messages.
کله چې جیمز ګرین په خپل تلیفون کې پیغام ولید نو یو دلیل له وجې چې هغه پر ياد پيغام باور وکړ هغه دا و چې دا پيغام له داسې ادرس څخه ورته ليږل شوې وو کوم چې د نوموړي شخصي بانک وو ځکه هغه خپل ویسټپیک Westpac بانک څخه ډیری نور مشروع متنونه له همدې ادرس ترلاسه کړي.

د جعل کارانو پيغام داسې وو: "جوزف سټیفنسن ته د 5500 ډالرو لپاره د نوي لیږد هڅه شوې. که دا تاسو نه یاست، مهرباني وکړئ موږ ته زنګ ووهئ ..."
۲۶ کلن د لیږد اجازه نه وه ورکړې نو هغه سمدلاسه پيغام کې ليکل شوې شميرې ته زنګ وواهه.

جیمز فکر کاوه چې هغه د ویسټپیک له استازي سره خبرې کوي او ورته وویل شول چې د خپلو پیسو خوندي کولو لپاره ترټولو غوره کار دا دی چې خپل حسابونه وتړي او یو نوی حساب جوړ کړي.
جیمز او د هغه ملګري، ۲۶ کلنه سارا ګیرنداسي دا مشوره تعقیب کړه او بیا یې نوی حساب جوړ او هغه ته پیسې ولیږدولې مګر د څو ورځې وروسته له همدې جعل کار سره يې خبرې پريکې شوې او دوی شکمن شول.

دوی ویسټپیک ته زنګ وواهه ترڅو وګوري چې ایا هغه سړی چې دوی ورسره خبرې کړي هغه څوک و؟

ساره وویل: "جیمز ټوله اونۍ له دې سړي سره خبرې کولې او منظمې اړیکې یې درلودې، زه فکر کوم چې شاید کله چې دا اړیکه بنده شوه، او موږ نور له هغه سره اړیکه نشو نیولی - دا واقعیا هغه وخت وو چې زه فکر کوم زموږ دواړو سر دروند شو او شاک مو وليد."

يوازې څو ورځو موده کې يادې جوړې جعل کارانو ته ۹۸،۰۰۰ ډالر چې خپل ژوند بچت يې وو وکړې او دوکه شول.

A couple looking serious
Sarah Gerendasi and James Green lost $98,000 through a text scam Source: SBS / Charis Chang

د موبايل متن پیغام له لارې جعل کاري، دوکه( سکيمونو) کشف کول ورځ تر بلې سخت کیږي

سره له دې چې دوی په کافي اندازه په ټیکنالوژي باندې پوه ځوانان دي، دا جوړه د درغلۍ په پیچلتیا حیرانه شوه او څنګه دوی په دې باور شول چې دوی د خپل د بانک له استازي سره خبرې کوي. "

له داسې پيښو ښکاري چې سره لدې چې ځيني خلک ټکنالوژی باندې څيرکه پوهه لري ولې بيا هم دوکه کيږي نو پوښتنه دا پيدا کيږي چې هغه ډله کسان چې پر ټکنالوژی دومره نه پوهيږي نو هغوی به په څومره اسانۍ دوکه شي.

درغلي هغه مهال پیل شوه کله چې جیمز خپل موبايل کې متن ترلاسه کړ چې د هغه بانک ویسټپیک څخه کاريده، هغه ته یې مشوره ورکړه چې په ځانګړي شمیره زنګ ووهي، کله چې هغه دې شمیرې سره اړیکه ونیوله هغه ته مشوره ورکړل شوه چې خپلې پیسې نوي حساب ته انتقال کړي.
د ټولې پروسې په جریان کې جیمز وویل چې هغه حقیقت ته بیرته راځي چې د متن پیغام د هغه بانک څخه د نورو قانوني متنونو په څیر په ورته شکل او لاره کې څرګند شوی و. دا یو عمل دی چې هغه اوس پوهیږي چې د سپوفینګ spoofing په نوم یادیږي.

هغه وویل: "هلته د متن ترلاسه کولو لپاره، ما یوازې فکر وکړ، 'ښه، که ټول نور متنونه له همدې لارې قانوني او سم وي، دا باید هم همداسې وي'." حتی اوس ، هغه لاهم په ورته لار او شکل خپل بانک ویسټپیک څخه متن پیغامونه ترلاسه کوي.

A text message thread
Scam text messages appeared in the same thread as James' legitimate Westpac messages. Source: Supplied
بانک د جبران په توګه جوړه ته یوازې ۳۰۰۰ ډالرو وړاندیز کړی.

د ویسټپیک ویاند وویل چې دا د محرمیت مسؤلیتونو له امله د انفرادي پیرودونکو مسايلو په اړه تبصره نشي کولی. خو هغه وویل چې بانک د درغلیو او د درغلۍ مخنیوي کې پراخه پانګونه کوي او د پیرودونکو خبرتیا او ساتنې لپاره قوي پروسې لري.

ویاند وویل. "پیرودونکي باید د هر ډول غیر متوقع تلیفونونو، ایس ایم ایس یا بریښنالیکونو څخه محتاط وي کوم چې ادعا کوي د دوی بانک یا نورو معتبر سازمانونو څخه دي."

که تاسې په شک کې شئ نو ودریږئ او په عامه توګه لیست شوو ادارو شمیرې ته زنګ ووهئ ترڅو دا تایید کړي چې ایا تلیفون ریښتینی دی او که نه.

د RMIT پوهنتون د مخابراتو متخصص پروفیسور مارک ګریګوري په دې باور دی چې مقررات باید معرفي شي ترڅو مالي سازمانونه لکه بانکونه خپلو پیرودونکو ته د متن پیغامونو یا بریښنالیکونو کې لینکونه شامل نه کړي، کوم چې هغه د "کمزوري نقطه" په توګه بیانوي.
هغه وویل، "تر هغه وخته چې ټیکنالوژي پای ته ورسیږي، زما باور دا دی چې باید مشتريانو ته پيغامونو استولو باندې بشپړ بنديز وي"
"موږ باید له دې څخه ځان خلاص کړو ځکه که داسې وشي او کوم مشتري ته لينک واستول شي نو هغه به وايي، دا د هغوی بانک يا بل دولتي ادارې څخه ندی او ستونزه به هماغه ځای ختمه شي."
Bar graph showing the number of scams reported by method
Text message scams were the top reported scam in 2022. Source: SBS
LISTEN TO
How can you protect yourself from COVID-19 scams image

جعل کارانو له اسټراليايانو څخه کرونا ويروس په پلمه۱۰ ميليونه ډالر غلا کړي

SBS Pashto

11:36
Bar graph showing the cost of scams by age group
Older Australians lost the most amount of money due to scams in 2022. Source: SBS
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ  ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ 

زموږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له  یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 24/01/2023 په 5:22pm
لخوا Charis Chang, SBS Pashto
سرچینه: SBS