د ایډز ناروغۍ څلويښت کاله شول او لا اوس هم يې بشپړه درملنه نده موندل شوې

د لومړي ځل لپاره د ایډز یا (HIV ) موندلو څخه څلور لسیزې له دې چی شو تیریږي. په آسټرالیا کې ددی ناروغۍ د پیښی، او د ناروغانو تشخیص خورا ښه شوي. مګر د کرونا ویروس په شتون سره، نورو هیوادونو کې داسې نده، ځکه چی داسی ناروغتا تل غریبه هیوادونه ځپلي.

HIV

Source: Flickr


د ډسمبر لومړۍ نیټه د ایډز نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې ولمانځل شوه. ولې دا ورځ پداسې حال کې لمانځل کيږي چې لدې ويروس پيدا کيدو څخه څلويښت کاله تيريږي او اوس هم يې بشپړه درملنه نده موندل شوې او ځيني هيوادونه لا اوس هم لدې ويروس کړيږي.

د ايډز خطرناکه ویروس له هغه وخت راهیسی په نړۍ کې شاوخوا ۳۹ میلیون کسان وژلي دي، چې آسټرالیا کې دا شمیر  شاوخوا ۸۰۰۰  کسانو ته رسیږي.

د عامې روغتیا متخصصینو، ډاکټرانو، نرسانو او هغه کورنیو چې د ایډز ناروغۍ لومړي کسان وو او هم د وبا خطر سره مخامخ شوی وو هیڅلکه هغه وختونه نه هيروي کله چې دې ناروغۍ پي ۱۹۸۱ کال کې ډير ځوانان ووژل.

پروفیسور بیل بوټیل په سیډنی کې د عامې روغتیا د سلاکار په توګه کار کوي، نوموري SBS News ته وویل،  په لومړيو کلونو کې د ایډز یا HIV په اړه ډیر لږ معلومات شتون درلود.
Bill Bowtell AO was an architect of Australia’s successful response to HIV/Aids.
Bill Bowtell AO was an architect of Australia’s successful response to HIV/Aids. Source: SBS News
هغه وویل چې هغه وخت مونږ په ټوله نړۍ کې پراخې ټولنیزې رسنۍ نه درلودلې ترڅو له لارې يې خلکو ته خبرتیا ورسوو.

اسټراليا کې لومړي ځل لپاره د ایډز نښو په هکله د تلویزیونو او د همجنسګرایانو مطبوعاتو څخه آسټرالیایانو ته خبر خپور شو.

آسترالیا یو کال وروسته په ۱۹۸۲ کې د اچ آی وي لومړی پیښیې ثبت کړې، او له هغې يو کال وروسته په آسټرالیا د يادې ناروغۍ لومړی مړینه ثبت شوه.

پروفیسور بوټیل وویل،  په پيل وختونو کې همجنس بازانو تر منځ لويه ویره پیدا شوې و ځکه چې دا وبا همجنس بازانو ټولنه وځپله او هغوی تر منځ ډیري پیښی موندل شوې وې.

هغه وویل:” ايډز په لومړيو کې د سیډنی او د آسټرالیا نورو ځایونو کې ډیرې همجنس بازان د مرګ خولي ته رسولي ول، او داسې مړينه پخوا نه وه ليدل شوې.
Australia's Grim Reaper ad campaign in 1987.
Australia's Grim Reaper ad campaign in 1987. Source: SBS News
آسټرالیا د يادې ناروغۍ پر وړاندې چټک غبرګون لپاره ستایل کیږي. 

د څلور لسیزې تیریدو نه وروسته  اوس مهال د اچ آی وي د درملنه او مخنوي دپاره ډیر څه شتون لري. اچ آی وي د انټي ریټروویرالس(antiretrovirals) ګولۍ سره درملنه کیږی چې باید په منظمه توګه هر ورځ یوه ګولۍ واخستل شې.

د ښاغلی بوټیل په خبره “ د ۴۰ کالونو نه وروسته، لا هم ډیر اوږده لاره پاتي دي چې ایډز ناروغۍ له منځ یوسو.

اوس مهال اچ آی وي      

په آسټرالیا کې د ایډز ناروغانو شمير هر وخت لږ ول.

د UNSW لخوا خپاره شوي معلوماتو له مخه په ۲۰۲۰ کال کې د اچ آی وي د ناروغانو شمير ۶۳۳ وو، دا په دی معنی چې د ۲۰۱۹ راهیسی ۳۰٪  د اچ آی وي ناروغان کم شوی دی.

 پروفیسور بوټیل وویل، د آسټرالیا غوندی یو پرمخ تللی هیواد کې د ایډز ناروغان لږ دي او درمنله هم ورته موندل شوی. 

خو  په ټولو هیوادونو کې داسی ندی، داساری ناروغي د نړۍ ټولو هیوادونو تر منځ خپریږی.

هغه وویل چی دا د حیرانتیا خبره نده چی په جنوبی افریقایې هیوادونو د ایډز کچه ۷۰ فیصده ته رسیږی او اوس هم د کوویډ مرکز ګرځیدلی.

هغه زیاته کړه چۍ دا د پرمختللو هیوادونو او د دریم درجې هیوادونو تر منځ  د درملنې او نورو اسانتياوو غیر انډول شتون دی.

 د WHO وروستی راپور په افغانستان کې ښایی چی په ۲۰۲۰ کال کې  ۱۲۰۰۰ کسان د ایډز په ناروغۍ اخته دي. چې  ۱۶۰۰ کسان نوی اخته شوي خلک، او ۱۰۰۰ کسان ددی خطرناکه ناروغۍ له امله مړه شوي دي. 

د نړیواله بانک د معلومات له مخه ډيري اخته شوی کسان د ۱۵-۴۹ کلونو تر منځ خلک دی چې ددی ناروغۍ د روغتیایی کارمندان محدودیت، لږ معلومات، د ناروغۍ په وړاندې بدنامي څخه ويره،  د آزموینه خدمات کموالي او درملنې روغتیایی خنډونو سره مخامخ دي.

مونږ باید ددی ناروغۍ مخنیوی او درملنې په اړه ریښتینې واوسو، مونږ باید د پیسې، وخت، هڅې او سیاسی مسایلو پسې ونګرځو ترڅو کولاې شو ددې ناروغیو مقابله وکړو. که نه نو، نړۍ به په یوه مکرر ډول غوندی باید ویروس بریدونو سره مخ شي.

مونږ د کوویډ-۱۹ او ایډز څخه تر ټولو مهمه زده کړه دا کړې چې د هر ويروس درملنه بايد په ټوله نړۍ کې يو شان وشي.

د ملګرو ملتونو د ایډز سازمان وویل: په داسې حال کې چې د ایډز ناروغان د ۱۹۹۷ نه راهیسی ۵۰٪ کم شوی خو بیا هم په ۲۰۲۰ کې ۱.۵ میلیون خلک نوي اخته شوی ناروغان دی چې نیمایی یې ښځې او نجونې دي.

اچ آی وي سره ژوند

ریچارډ کیین چی د میلبورن اوسیدونکی دي ، په ۱۹۸۹ کال کې د ۱۹ کلنې پي عمر د اچ آی وي په ناروغۍ اخته شو. نوموړی اوس د هغه کسانو سره مرسته کوي چې په ايډز نوي اخته شوي دي، دا مرسته د هغه لپاره د ژوند لویه برخه ګرځیدلې.

ښاغلی ریچارډ اوس د یو غیر انتفاعی سازمان رئیس دی. هغه غواړی په ویکتوریا کې د ایډز سره تړلی بدنامی له منځه یوسي.

هغه وویل: “ ما لپاره د یو ځوان او یو همجنسګرا سړي په توګه خورا سخت وختونه وو مخصوصاً داچې دا ناروغتیا ځینې منفی اړخونه هم درلودل، همدا سخت وختونه ددی لامل شو چی زه د خلکو د بدو خبرو او پیغامونو ته غوږ ونه نیسم”.
Richard Keane, CEO of Living Positive Victoria, has lived with HIV for 32 years.
Richard Keane, CEO of Living Positive Victoria, has lived with HIV for 32 years. Source: SBS News
ښاغلی کیین  ۳۲ كاله کیږي چې پدې ناروغۍ اخته شوی. هغه هره ورځ د antiretrovirals يوه ګولۍ خوري، چی ددی له کبله د یوه لسیزی څخه راهیسی هغه  اچ آی وي ناروغتیا بل چا ته نه انتقالوي. 

هغه وویل: “ نن ورځ له ايچ آی وي سره ژوند کول آسانه دي. نن ورځ اچ آی وي د آسټرالیا په سطح کې ژوند ته خطر نه پيښوي، خو بیا هم د دا ناروغي د اخته کسانو ژوند بدلوي.

ښاغلی کیین خپل کار له لاري خلکو سره په اړيکه کې دی تر څو ډاډه شي چې د هغه مرسته ټولو ته رسیږی او خلک د ایډز درلودلو دپاره هیڅ کله و نه شرمیږې

هغه وویل: “ نیمایی څخه ډیر مثبت تشخیص شوی کسان[په آسټرالیا کې] هغه خلک دي چې په بهر کې زیږیدلي دي.

“ دوې کیدای شی د هغه هیوادونو څخه راغلی وي چې دتشخیص دپاره ډیر کم آزموینه کیږې او یا هم په لوړه کچه اچ آی وي شتون لري. خو دغلته مونږ باید خپل خلکو ته مرستي ته دوام ورکړو”.

هغې وویل: “ مونږ اوس د antiretroviral درملنې عالي ترکیب لرو. د شاوخوا یوی لسیزې دمخه، د اچ آی وي درلودونکی ،ډیر کسان اوس کولی شي چې په ورځ کې یو ټابلیت واخلي ترڅو چی خپل اچ آی وي کنټرول کړي، او دا عالي نتیجه ورکوي”.

ډاکتر ګارنر وویل ددي ټولو سره سره بیا هم د ایډز اخته کیدو امکانات شته.

هغې وویل: “مونږ لا هم په رغتونونو کې د [اچ آی وي مثبت] پیښی لرو چې واقعاً ناروغه دي. او دا خلک چې رغتون ته راځی ممکن چې درې یا څلور نور ناروغۍ ولري چې درملنه ته يې اړتیا وي”.

کریس ویلیمز، د PrEP’d For Change بنسټ ایښودونکی دی چې د آسټرالیا تر ټولو لوی آنلاین ټولنه ده. دا ټولنې هغه کسانو دپاره دي چې غواړی د اچ آی وي څخه د ځان ساتنه او ژغورنه وکړي.

هغه وویل “کله چې دخلکو  د HIV د درملنې زده کړې خبره راځي نو لا هم ډیر اوږده لاره پاتې ده” .

ښاغلي ویلیمز وویل:” حتی د نن ورځ ټیکنالوژیو سره هم خلک په پوره ډول ډاډمند ندې چې ددې ستراتیژیو د کارول سره خپل ځان د اچ آی وي څخه ساتنه کولاۍ شی.

ښاغلي ویلیمز د ۲۰۲۵ د کمپاین ملاټر کوی. ددی کمپاین هدف  دا دی چې په څلور کلونو کې په آسټرالیا کې اچ آی وي ته د پایلې ټکه کیږدي. 

د ګرين ګونډ مشر ادم بانډټ وویل، چې ګوند يې په عامه توګه ددی کمپاین ملاتړ کوي. 

هغه وویل:” مونږ په راتلونکی څلور کلونو کې په آسټرالیا کې ایډز په حقیقی ډول باید له منځه یوسو.

هغه په حکومت غږ کوي چې د سازمانونو تمویل دپاره ۵۳ میلیون ډالرو ژمنه وکړي. د اچ آی وي درملنه باید پرته د ویزې وضیعت او د تعلیمي پروګرامونو تمویل څخه وړيا تر سره شي.

د موریسن حکومت په آسټرالیا کې د اچ آی وي درملنې ته د لاسرسی پراخوالي او د هغو فعالیتونو ملاتړ لپاره چې د روغتیا او روانی هوساینه خلکو ته راوړي د ۵۰ میلیون ډالر بوديجې تمویل اعلان وکړ. 

 


شریکول
خپور شوی 9/12/2021 په 12:27pm
اپډیټ شوی 12/08/2022 په 3:02pm
لخوا Amelia Dunn, Zarmina Zafar
سرچینه: SBS News